پکتیا کې د غنمو ۲۰ ننداریزې قطعې جوړیږي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۳) پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکز او احمدابا ولسوالۍ کې د اصلاح شوو غنمو ۲۰ ننداریزې قطعې په ۲۰ جريبه ځمکه کې جوړیږي. د ياد رياست مسؤلين وايي چې په همدې موخه يې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره هم […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۳) پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکز او احمدابا ولسوالۍ کې د اصلاح شوو غنمو ۲۰ ننداریزې قطعې په ۲۰ جريبه ځمکه کې جوړیږي.

د ياد رياست مسؤلين وايي چې په همدې موخه يې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره هم ويشلې.

د پکتیا کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریئس مولوي عبدالروف سعید وايي چې د مرکز ګرديز په شمول احمدابا ولسوالۍ کې پر ۲۰ بزګرانو، ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره ووېشل شوه.

ښاغلي سعید زیاته کړه، چې ددې نمایشي قطعو له کښت کولو څخه موخه داده چې بزګرانو ته ددې اصلاح شوي تخم ارزښت په ډاګه شي او بزګران د ننداریزو قطعو کروندو ته په راتلوونکې کې مخه کړي.

ګټه اخیستونکو بزګرانو خوښ دي او وايي چې دا قطعې د پرمختللې کروندې لپاره ګټورې دي.