پکتیا کې جلا بریدونو ۱۳ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل

نن د پکتیا ولایت مرکز اړوند خټاوې سیمه کې مجاهدینو په مزدور دښمن د تکتیکي ماین چاودنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې یې ۲ اربکیان قتل بل ژوبل شو. پرون مازدیګر د څمکنو ولسوالۍ اړوند هدیرې په سیمه کې د ګوډاګی اردو په عسکرو برید کې هم ۱ عسکر ژوبل شو. پرون ماښام د […]

نن د پکتیا ولایت مرکز اړوند خټاوې سیمه کې مجاهدینو په مزدور دښمن د تکتیکي ماین چاودنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې یې ۲ اربکیان قتل بل ژوبل شو.

پرون مازدیګر د څمکنو ولسوالۍ اړوند هدیرې په سیمه کې د ګوډاګی اردو په عسکرو برید کې هم ۱ عسکر ژوبل شو.

پرون ماښام د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اړوند سواکې کنډو سیمه کې د وحشي ضربتیانو په پیاده ګزمه د لیزري ټوپک په مټ برید کې مجاهدینو ۵ مزدور عسکر مړه او ژوبل کړل.

همداراز د پټان ولسوالۍ اړوند زیګاړ سیمه کې مجاهدینو هغه مهال له دښمن سره نښته وکړه، چې مجاهدین د دښمن د افرادو په نیولو پسې په تالاشۍ بوخت ول. د دغه برید په نتېجه کې د ټولي د قومندان په ګډو ۳ مزدور عسکر وژل شوي، ۱ ژوبل شوی دی.

‏۲۹‏/۰۴‏/۲۰۲۱