نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۴ نن د پکتیا په پټان ولسوالۍ کې د بیرته راستنیدونکو کډوالو کمپ کې مخابراتي خدماتو نه چمتو شول د ۲۰۳ منصوري قول اردو انجنیري او حمایوي ټیم لخوا له مرکز ګردیز ضد حوادث او کلیو پراختیا ریاستونو څخه د خیمو، د خوړو توکي او نور د اړتیا وړ توکي را […]
الامارة: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۴ نن د پکتیا په پټان ولسوالۍ کې د بیرته راستنیدونکو کډوالو کمپ کې مخابراتي خدماتو نه چمتو شول د ۲۰۳ منصوري قول اردو انجنیري او حمایوي ټیم لخوا له مرکز ګردیز ضد حوادث او کلیو پراختیا ریاستونو څخه د خیمو، د خوړو توکي او نور د اړتیا وړ توکي را انتقال کړل شول او همدارنکه د یادې قول اردو لخوا په پټان ولسوالۍ کې د سرحدي لیوا اړوند یو کنډک د کډوالو لپاره خالي کړل شو. د پکتیا ولایت ډنډ پټان سرحدي ولسوالۍ کې د بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د ابوبکر صدیق رضی الله عنه په نوم کمپ جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي. دغه کمپ کې د کلیو پراختیا او ضد حوادث ریاستونو لخوا ۲۰۰ خیمې درول کیږي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. پکتيا پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رياست د راتلوونکو کډوالو د تنظيم او هماهنګۍ کيمټې (۱۰۰) لويې او کوچنۍ خېمې، (۳۰۰) پينځوس کيلويي بورۍ اوړه(۳۰۰) پينځوس کيلويي بورۍ چينايي وريجې،(۳۰۰) دانې کمپلې او(۲۰) کاټنه چای خوراکي او غیر خوراکي توکي د مهاجرینو دښه خدمت په پار ورسول
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.