نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تیره ورځ د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې یوه تر ټولو ستر او مُهمه غونډه تر سره شوه، یاده غونډه چې د څمکنیو ولسوالۍ د نظامي مسؤل په ابتکار او زیار جوړه شوې وه، د همدې ولسوالۍ د ټولو میشتو قومونو او قبیلو ستر مخور، سپین ږیري او با صلاحیته اشخاصو په کې حضور درلود. […]
تیره ورځ د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې یوه تر ټولو ستر او مُهمه غونډه تر سره شوه،
یاده غونډه چې د څمکنیو ولسوالۍ د نظامي مسؤل په ابتکار او زیار جوړه شوې وه، د همدې ولسوالۍ د ټولو میشتو قومونو او قبیلو ستر مخور، سپین ږیري او با صلاحیته اشخاصو په کې حضور درلود.
د یادې غونډې اجنډا له اسلامي امارت سره د قومونو په کلک ملاتړ او د سیمې په ښه او ډاډمن امنیت راڅرخیده، د سیمې مخورو خپل مسؤل ولسوال ته د سیمې د ښه امنیت په ساتلو کې ډاډ ورکړ، او وعده یې وکړه چې سر له نن څخه به مونږ هیچا ته اجازه ورنکړو چه موجوده نظام ته خطر جوړ کړي،
که هر څوک مو په سیمه کې مشکوک او مسلح ولیدل د سیمې ولسي خلک به نظامي مسؤلینو ته خبر ورکوي، او یا به یې لاس تړلې نظامي ارګانونو ته سپاري،
همداسې یې د هغو خلکو په وړاندې هم توند دریځ څرګند کړ څوک چه د امام ابوحنیفه له مذهب څخه انکار کوي، که داسې مفسد او فتنګر خلک دلته تر سترګو شول کورونه به یې سوزول کیږي، له کلي او قوم څخه به شړل کیږي، د اسلامی امارت د عدالت میز ته به وړاندې کیږي،
په پای کې یې د سیمې نظامي مسؤلین او چارواکي وستایل غونډه په ښه ډول او اختتامي دعاء سره پای ته ورسیده .
۱۲/۱۰/۲۰۲۱
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.