پکتیا: پر ۲۴۴۸ کورنیو د نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱) د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) په مالي همکارۍ او د افغانستان د عامه مرستو د همغږۍ ادارې (AGHCO) لۀ لوري د بشري مرستو په لړ کې د مرکز ګردیز اړوند په ۲۴۴۸ کورنیو د نغدو پیسو د وېش لړۍ […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱) د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) په مالي همکارۍ او د افغانستان د عامه مرستو د همغږۍ ادارې (AGHCO) لۀ لوري د بشري مرستو په لړ کې د مرکز ګردیز اړوند په ۲۴۴۸ کورنیو د نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوه.

د نغدو پیسو دا پنځم دور دی چې پر یاد شمېر کورنیو وېشل کیږي او هرې کورنۍ ته پکې ۴۳۰۰ افغانۍ ورکول کیږي.

د د یادونې وړ ده چې د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) په مالي همکارۍ د (AGHCO) او (AWCPO) موسسو لۀ لوري په مرکز ګردیز او ولسوالیو کې د بېوزله کورنیو د تثبیت سروې روانه ده چې له بشپړېدو وروسته به یې پر ګڼ شمېر کورنیو د نغدو پیسو او خوراکي توکو بشري مرستې و وېشل شي