پکتیا مرکز کې ۳ پوستې فتحه، ګوډاګیان مړه او ژوبل، ۱۰ تنه ژوندي ونیول شول

پرون شپه مجاهدینو د پکتیا ولایت مرکز اړوند سیمه کې د عبدالله کلا په پوسته چې د بازار د کمربند پوسته وه موټر بم برید ترسره کړ، د دغه دښمن ځپونکي برید په نتېجه کې یو شمېر ګوډاګیان مړه او ژوبل، او روغ پاته ۱۰ تنه یې له وسلو سره مجاهدینو ته تسلیم شول، چې […]

پرون شپه مجاهدینو د پکتیا ولایت مرکز اړوند سیمه کې د عبدالله کلا په پوسته چې د بازار د کمربند پوسته وه موټر بم برید ترسره کړ، د دغه دښمن ځپونکي برید په نتېجه کې یو شمېر ګوډاګیان مړه او ژوبل، او روغ پاته ۱۰ تنه یې له وسلو سره مجاهدینو ته تسلیم شول، چې په دې سره پوسته په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته ولوېده.

همداراز د رباط سیمه کې چې د بازار شپږمه حوزه ده، د مزدرو دښمن په ۲ محاصره پوستو هم وسله وال بریدونه ترسره شول، چې په نتېجه کې یې دواړه پوستې په مکمل ډول فتحه، ګڼ شمیر ګوډاګیان مړه او ژوبل او لږ یې چې روغ پاته ول له سیمې وتښتېدل.

د راپور له مخې له دښمن څخه ۱ رینجر او په زیاته اندازه سپکه او درنه وسله او جنګي توکې د مجاهدینو لاسته ورغلل.

‏۱۰‏/۰۸‏/۲۰۲۱