پکتیا: سیدکرم کې پوسته فتحه، ۲ ټانکونه ویجاړ، ۱۰ عسکر له وسائلو سره نیول شوي دي

د الفتح جهادي عملیاتو په دوام تېره شپه مجاهدینو د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ مرکز، دفاعي پوستو او سیمې ته په ورتلونکې کومکي قوه باندې وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې په نتېجه کې یې د مزدور دښمن ۱ پوسته په مکمل ډول فتحه، ګڼ شمېر مزدور عسکر مړه او ژوبل، ۱۰ تنه نور […]

د الفتح جهادي عملیاتو په دوام تېره شپه مجاهدینو د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ مرکز، دفاعي پوستو او سیمې ته په ورتلونکې کومکي قوه باندې وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې په نتېجه کې یې د مزدور دښمن ۱ پوسته په مکمل ډول فتحه، ګڼ شمېر مزدور عسکر مړه او ژوبل، ۱۰ تنه نور ژوندي ونیول شول.

همداراز په کومکي ګوډاګیانو د کمینوالو مجاهدینو په برید کې ۲ ټانکونه ویجاړ، پکې سپاره ګوډاګیان مړه او ژوبل، ۱ تن یې ژوندی ونیول شو.

په دې برسېره له دښمن څخه ۲ ټانکونه، ۱ کاماز موټر، ګڼ شمېر وسلې او مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي. د مزدور دښمن قوه ماته شوې او ولسوالي تر محاصرې لاندې ده.

‏۱۰‏/۰۸‏/۲۰۲۱