نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالي کې د خندقې هايدروميټيورولوژي سټيشن د رغنيزو چارو له بشپړولو وروسته، نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټه اخيستنې ته وسپارل شو. په جوړو شويو مراسمو کې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئيس مولوي محمد کريم فاتح او ددې رياست کارکوونکو، د پکتيا […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالي کې د خندقې هايدروميټيورولوژي سټيشن د رغنيزو چارو له بشپړولو وروسته، نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټه اخيستنې ته وسپارل شو. په جوړو شويو مراسمو کې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئيس مولوي محمد کريم فاتح او ددې رياست کارکوونکو، د پکتيا د اقتصاد رئيس مولوي محمد انور راشد او ددې رياست کارکوونکو، د زرمت ولسوالي ولسوال مولوي عبدالرحمن حبيبي، د پکتيا د علماؤ شورا مرستيال مولوي نورالله نوري، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی ؤ. يادو مراسمو کې ښاغلي فاتح صيب د ښه راغلاست وينا وکړه او د سټيشن د لګولو په برخه کې يې د اوبو او انرژي وزارت مقام له لوري د ترسره کړيو همکاريو مننه او قدرداني وکړه. د رياست سلاکار انجنير نجيب الله توتاخېل دغه سټيشن د اوبو د ارقامو زيرمه کولو په برخه کې ګټور وبالۀ او د هغۀ ارزښت يې ګډونوالو ته په هر اړخيز ډول بيان کړ. د غونډې ګډونوالو په خپل وار سره ويناووې وکړې، د دغه سټيشن په لګولو سره يې خوښي وښوده او په ياده برخه کې يې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې له رياست څخه مننه وکړه. د دغه سټيشن په لګولو باندې ۱۴۷۵۰۰ يوسلو اووه څلويښت زره پينځه سوه افغانۍ لګښت راغلی، چې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست له عادي بوديجې څخه ورکول کيږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.