پکتیا: د مرکز ګردیز خواجه حسن سړک د پخیدو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د پکتیا مرکز ګردېز ښار ختیځه برخه کې د خواجه حسن سړک د پخېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې نن یې تر بنسټیزو کارونو وروسته اسفالټو د بینډر طبقې قیریزۍ چارې پیل شوې. یاد سړک چې ۶۳۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره پلنوالی لري، چې د اوبو لښتیو او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د پکتیا مرکز ګردېز ښار ختیځه برخه کې د خواجه حسن سړک د پخېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې نن یې تر بنسټیزو کارونو وروسته اسفالټو د بینډر طبقې قیریزۍ چارې پیل شوې.
یاد سړک چې ۶۳۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره پلنوالی لري، چې د اوبو لښتیو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
ګردېز ښاروالۍ تخنیکي ټيم وخت پر وخت د یادې پروژې څارنه کوي او هڅه کوي، څو د یاد سړک چارې په معیاري او بنستیزه توګه ترسره کړي.
ددې سړک جوړیدو چارې د اکبرنصرت ساختماني او سړک جوړونې شرکت لخوا په خورا ښه او لوړ کیفیت تر سره کیږي، چې چارې به يې په نږدې ورځو کې په پوره تخنیکي معیار سره بشپړې شي.
یاد سړک د ښار مرکزي ختیځه برخه کې یو له مهمو سړکونو څخه شمېرل کیږي، چې په جوړیدو سره به یې ګڼه ګوڼې مخنیوي او ښاري ستونزو د حل سربېره، د ښار یو شمېر ساحې یو له بل سره وصل کړي او ور سره به چاپیریالي اسانتیاوې رامنځته شي.