نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۳ د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ کې د بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د ښه راغلاست او اسانتیاوو برابرولو کمیټې لخوا پلان شوې کړنې ګړندۍ روانې دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي ډلې په یادې ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شرکت انتن نصب او د سیم کارتونو ویشلو تر څنګ یې […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۳
د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ کې د بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د ښه راغلاست او اسانتیاوو برابرولو کمیټې لخوا پلان شوې کړنې ګړندۍ روانې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي ډلې په یادې ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شرکت انتن نصب او د سیم کارتونو ویشلو تر څنګ یې ټول مخابراتي خدمات پیل کړل.
همدارنګه د کلیو او پراختیا ریاست له لوي په پنډ غالي کې د اوسیدو لپاره په لسګونه خیمې ولګول شوې او د ښه راغلاست ځانګړې کمیټه جوړه شوه.
د یاد ولایت سرې میاستې ریاست لخوا ۷ بابه ترکي خیمې او ۲۰۰ د اوبو لپاره خالي بوشکې د بیرته راستنیدونکو هیوادوالو لپاره یاد کمپ ته لیږدول شوې دي.
د قول اردو لخوا سیمې ته د ساحې هوارولو او میدانونو جوړولو په موخه لوډرې او نور نقلیه وسایط سیمې ته لیږدول شوي.
د کډوالو ثبت او راجستر لپاره د بایومتریک دستګاوې فعاله شوې او د ثبت او احوال خدمتونو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په سیمه کې د عامه پوهاوي لپاره ځانګړي بروشرونه او بینرونه لږول شوي او تر څنګ یې ټولې کړنې د رسنیو له لوري نشریږي.
د پکتیا ملي سوداګرو اتحادیې لخوا د یادې کمیټې سره د یو لک افغانیو نغدي مرسته وشوه او د نورو مرستو ژمنه هم وشوه.
د کډوالو پنډغالی د اوسیدو ټولې اسانتیاوې لري، چې د روغتیا برخه کې ځانګړي کلینیکونه ګټې اخستنې ته و سپارل شوې او همدارنګه د امنیت په برخه بیلا بیل امنیتي ارګانونه ځای پر ځای شوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.