پکتیا: د بشري مرستو په مقابل کې د کار پروژه پیل شوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د پکتیا ولایت دنډ پټان ولسوالۍ کې ۷۷۳ کاریګر په خپلو ځایي سیمو کې د بشري مرستو په مقابل کې د کارېزونو او ویالو د پاکولو او په فرعي سړکونو باندې د چغل اچولو چارې تر سره کوي. په دغه ولسوالۍ کې بشري مرستې د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د پکتیا ولایت دنډ پټان ولسوالۍ کې ۷۷۳ کاریګر په خپلو ځایي سیمو کې د بشري مرستو په مقابل کې د کارېزونو او ویالو د پاکولو او په فرعي سړکونو باندې د چغل اچولو چارې تر سره کوي.

په دغه ولسوالۍ کې بشري مرستې د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې د نړیوال خوراکي پروګرام WFP په مالي همکارۍ او د AWCPO موسسې له لوري پر اړمنو ویشل کېږي، چې ۵۰ سلنه یې د کار په مقابل کې او نور یې د زیات عمر لرونکو سرپرستانو، کونډو او یتیمانو ته په وړیا ډول ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده، چې یاد کاریګر په په اونۍ کې پنځۀ ورځې هره ورځ درې ساعته د بیا رغونې او پراختیا چارې تر سره کوي.