پکتیا: د بشري مرستو په لړ کې پر ۳۱۰۰ بېوزله کورنیو خوراکي توکي و وېشل شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴) د پکتیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (AWCPO) او (AGHCO)مؤسِسو له لوري د پکتیا ولایت په وزې ځدراڼ ، روحاني بابا او ډنډه پټان ولسوالیو کې پر ۳۱۰۰ بېوزله کورنیو د پنځم ځل لپاره خوراکي توکي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴) د پکتیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (AWCPO) او (AGHCO)مؤسِسو له لوري د پکتیا ولایت په وزې ځدراڼ ، روحاني بابا او ډنډه پټان ولسوالیو کې پر ۳۱۰۰ بېوزله کورنیو د پنځم ځل لپاره خوراکي توکي ووېشل شول.

په دغه مرسته کې هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو اوړه ، ۴.۵۵ کېلو غوړي ، ۶.۲۵۰ کېلو دال او یو پاکټ د خوړو مالګه مرسته وشوه.