نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۰ دغه ناسته، چې د پکتیا والي الحاج ملا مهرالله حماد په مشرۍ د نوموړي په کاري دفتر کې ترسره شوه، پکې د مرستیال والي الحاج شیخ مولوي انعام الله صلاح الدین په ګډون، د ۲۰۳ منصوري قول اردو رييس ارکان، امنیه قوماندان، استخباراتو، کډوالو چارو، سرې میاشتې، کلیو او پراختیا […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۰
دغه ناسته، چې د پکتیا والي الحاج ملا مهرالله حماد په مشرۍ د نوموړي په کاري دفتر کې ترسره شوه، پکې د مرستیال والي الحاج شیخ مولوي انعام الله صلاح الدین په ګډون، د ۲۰۳ منصوري قول اردو رييس ارکان، امنیه قوماندان، استخباراتو، کډوالو چارو، سرې میاشتې، کلیو او پراختیا ریاستونو رئیس صاحبانو، د دویمې سرحدي لېوا، عامې روغتیا، طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاستونو استازو ګډون درلود. د غونډې پیل کې پکتیا والي ملا مهرالله حماد له پاکستان هېواد څخه د راوښتونکو کډوالو لپاره د لومړنیو اسانتیاوو او چمتووالي په اړه خبرې وکړې او اړوند مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې هرڅومره ژر کېږي خپل تدابیر ونیسي، د نوموړي په خبره داچې څه موده په ګاونډي هېواد پاکستان کې د څه ستونزو له امله د پټان لویه لار د هر راز تګ راتګ په مخ تړل شوې وه اوس یاده ستوتزه پای ته په رسېدو ده او ممکن پۀ یاده لار هم د کډوالو او د نورو مسافرینو او سوداګریزو توکو دلېږد رالېږد په مخ پرانیستل شي، چې پر وینا یې مونږ باید مخکې له مخکې د کډوالو لپاره کلکه اماده ګي ولرو. دغه راز پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي انعام الله صلاح الدین هم ټینګار وکړ، چې اړوند ریاستونه او ارګانونه دې خپل ټول وسایط او موجوده امکانات اماده او په کار واچوي څو له وړاندې د پټان له لارې را وښتونکو کډوالو لپاره ښه چمتووالی ولرو. د اړوند ادارو او ارګانونو مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې د کډوالو لپاره به تر وروستي حده هڅه وکړي، څو نویو راستنېدونکو هېوادوالو لپاره لومړنۍ او اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. په پای کې د چارو لا ښه ترسراوي په موخه د پکتیا امنیه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه هم وټاکل شوه، چې پټان ته به له مرکز څخه لومړني او اړین توکي لکه د سرپنا، خوړو، درملنې او ورته نورو برخو لپاره ضروري لوازم انتقال او مخکې له مخکې اماده کړي. ياده کمېټه لس ټيمونه لري. چې د ترانسپورتي خدماتو، او انتقال ټيم ، ګډوالو ته د ښۀ راغلاست، نغدي پيسو د تسلیمي او وېش ټيم، خوراکي او غيري خوراکي توکو د وېش ټيم، د خوراکي توکو او اسبابو د تسلیمي ټيم، روغتيا او تنظيف ټيم، امنيتي ټيم، مطبوعاتي ټيم، د مخابراتي شبکو د اسانتياوو برابرولو ټيم، د اشپزانو د ترتيب ټيم، او د ټولو ټيمونو لپاره د يو کمپلیکس د جوړولو ټيمونه يې غړيتوب لري، چې ټول به د يو جامع طرزالعمل لۀ مخې کډوالو ته ذکر شوې اسانتياوې او سهولتونه رامنځته کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.