نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۲۲) پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره همکاری برنامی د اړیکو دفتر له لورې د پکتيا ولايت مرکز ګردیز، سيدکرم، ګرده څیړی، وزی ځدران، لجه منګل او جانی خیلو ولسواليو ۳۷۰ اړمنو کورنيو ته د مېږو د وېش لړۍ د پکتيا ولايت کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رئیس ښاغلی مولوي […]
الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۲۲) پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره همکاری برنامی د اړیکو دفتر له لورې د پکتيا ولايت مرکز ګردیز، سيدکرم، ګرده څیړی، وزی ځدران، لجه منګل او جانی خیلو ولسواليو ۳۷۰ اړمنو کورنيو ته د مېږو د وېش لړۍ د پکتيا ولايت کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رئیس ښاغلی مولوي عبدالروف سعید، د اقتصاد رئیس ښاغلی مولوي محمد انور راشد او د کلیو او پراختیا رئیس ښاغلی مولوي محمد صادق، د اړیکودفتر ولایتی مسئول ښاغلی شریف الله ایوبی، د یادی موسسی کارکونکو او مالدارانو په شتون کې پيل شوه. د کرنې او مالدارۍ رئیس ښاغلي مولوي عبدالروف سعيد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې د يادې پروژې له پلي کيدو څخه يې موخه د سیلابونو د متضرره شويو کورنيو لاسنيوی، د مالدارانو د کورني اقتصاد پياوړتيا او په کور دننه مالدارانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي. ښاغلي ایوبي وویل چې په يادو کورنيو کې د ۱۱۹ د مرکز، ۶۸ د سیدکرم ۳۶ د ګرده څیړی،۷۰ د وزی ځدراڼ، ۳۵ د لجه منګل او ۴۲ د جانی خیلو ولسوالۍ بې وزله کورنۍ شاملې دي، چې هری میږی سره یو بچی هم شامل و چی جمله شمیر یی ۷۴۰ ته رسیږی وویشل شوی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.