پکتيا کې د نشه يي توکو توليد يوه کارخانه کشف او له منځه وړل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰)د پکتيا امنيه قومنداني وايي چې د دې ولايت په ځاځي آريوب ولسوالۍ کوټي سنګ سيمه کې د امنيتي ځواکونو لخوا د کشفي راپور په اساس د نشه يي توکو توليد يوه لويه کارخانه کشف او له منځه وړل شوې. د امنيه قومندانۍ وياند منيب ځدراڼ رسنيو ته په استول شوې خبر پاڼه […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰)د پکتيا امنيه قومنداني وايي چې د دې ولايت په ځاځي آريوب ولسوالۍ کوټي سنګ سيمه کې د امنيتي ځواکونو لخوا د کشفي راپور په اساس د نشه يي توکو توليد يوه لويه کارخانه کشف او له منځه وړل شوې.

د امنيه قومندانۍ وياند منيب ځدراڼ رسنيو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ويلي چې د نشه يي توکو توليد په يادې کارخانې کې ګڼ شمېر نشه يي توکې موجود ؤ چې په تړاو ۷ کسان هم نيول شوي دي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مسؤلين وايي چې په دغه کارخانه کې ۱۰ کارتنه او ۲ بوشکې تيزاب، ۲۳ بيلرونه، ۱ دانه تانور، ۶۴ پاکټه چونه، ۴ بورۍ مالګه، ۴ بورۍ سيمنټ او زيانه اندازه ماوه بوټی چې له کبله يې بوډر، شيشه او نور نشته توکې ترې جوړېږي نيول شوي دي.