پکتيا: ځاځي اریوب کې ګڼ شمېر اسلحې ونيول شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د پکتيا امنيه قومنداني وايي چې د دې ولايت په ځاځي آريوب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو لخوا ګڼ شمېر اسلحه نيول شوې. د امنيه قومندانۍ وياند رسنيو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ويلي، دغه اسلحه په يو کور کې ځای پر ځای شوې وه چې د يو کشفي راپور […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د پکتيا امنيه قومنداني وايي چې د دې ولايت په ځاځي آريوب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو لخوا ګڼ شمېر اسلحه نيول شوې.

د امنيه قومندانۍ وياند رسنيو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ويلي، دغه اسلحه په يو کور کې ځای پر ځای شوې وه چې د يو کشفي راپور په اساس کشف او ونيول شوه.

په دغه اسلحه کې ۱۳ فيره د راکټ مرمۍ، ۸۸۵ فيره د پيکا مرمۍ، ۱۹۰ فيره د کلاکوف مرمۍ، ۴۲ فیره د انګريزي توپک کرمۍ، ۲ پايې مخابرې، ۱ دانه دربين او ۱ دانه برچه نيول شوې.