پکتيا والي د ډنډه پټان، ځاځي اريوب او جاني خيلو له ولسواليو او سرحداتو څخه ليدنه وکړه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) نن د پکتيا والي حاجي دعوت د پټان، جانیخیلو او آریوب ولسوالیو له ملکي او نظامي مسؤلينو سره په بيلا بېلو وختونو کې وکتل، او د دوي په ترسره کړيو اجراتو يې ور سره خبرې وکړي. پکتیا والي ټول مسؤلين د ښو اجراتو په ترسره کولو سره، په نقدي مکافاتو ونازول. نوموړي […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) نن د پکتيا والي حاجي دعوت د پټان، جانیخیلو او آریوب ولسوالیو له ملکي او نظامي مسؤلينو سره په بيلا بېلو وختونو کې وکتل، او د دوي په ترسره کړيو اجراتو يې ور سره خبرې وکړي.

پکتیا والي ټول مسؤلين د ښو اجراتو په ترسره کولو سره، په نقدي مکافاتو ونازول.

نوموړي د ډنډه پټان او ځاځي اريوب ولسواليو سره د پرتې فرضي کرښي له تاسيساتو او پر کرښي د اووښتونکو مسافرو لپاره د درملنې په اسانتياوو او د مسافر خانو په ستونزو او مشکلاتو يې هم د سرحدي لیوا له مسؤلينو سره وليدل.
پکتیاوالي د سرحدي لیوا مسؤلين خپلو دندو ته متوجه کړل او هغوی ته یې له ولسونو سره د ښه تعامل سپارښتنه وکړه.