نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) نن د پکتيا مرکز ګرديز کې د ترکيې هیواد په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د جامعه شمس العلوم روحانیه په نوم یوې دیني مدرسې او دارالیتام بنسټ ډبره کېښودل شوه. د دغه مدرسې مهتمم مولوي عنايت الله منقاد وایي دغه مدرسه او دارالایتام په يو نيم […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) نن د پکتيا مرکز ګرديز کې د ترکيې هیواد په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د جامعه شمس العلوم روحانیه په نوم یوې دیني مدرسې او دارالیتام بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغه مدرسې مهتمم مولوي عنايت الله منقاد وایي دغه مدرسه او دارالایتام په يو نيم جريب ځمکه باندې په څلورو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول د لسو میاشتو په موده کې جوړيږي او ټول لازم تدريسي امکانات به ولرې.
د يادې مدرسه او داراليتام د جوړيدو چارې يوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوې د شرکت مسؤل عثمان ډاډ ور کوي، چې د جامعه شمس العلوم روحانیه مدرسې د رغولو چارې به د قرار داد مطابق پرمخ ځي.
د يادولو وړ ده چې په دغه مدرسه کې به ۵۰۰ تنه يتيمان له ليليې څخه په ګټې اخيستنې په وړيا ډول ديني او عصري زده کړې ترسره کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.