نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۲) د پکتيا روغتيايي علومو انستېتيوت فزيوتراپي څانګې څخه ۱۶ تنه ښځينه زده کوونکې فارغې او ټولنې ته د خدمت په موخه ور وپيژندل شوې. د پکتيا عامې روغتيا رئيس صدرالدين عزام په خپلو خبرو کې فارغ شويو زده کوونکو ته مبارکي ورکړه او د افغانستان لپاره د ناروې کميټې څخه يې وغوښتل […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۲) د پکتيا روغتيايي علومو انستېتيوت فزيوتراپي څانګې څخه ۱۶ تنه ښځينه زده کوونکې فارغې او ټولنې ته د خدمت په موخه ور وپيژندل شوې.
د پکتيا عامې روغتيا رئيس صدرالدين عزام په خپلو خبرو کې فارغ شويو زده کوونکو ته مبارکي ورکړه او د افغانستان لپاره د ناروې کميټې څخه يې وغوښتل چې د روغتيايي علومو په برخه کې خپلې مرستې دوامداره وساتي.
د پکتيا روغتيايي علومو انستيتیوت د افغانستان لپاره د ناروې، سويډن کميټې او د Hand Cip مؤسسې په مالي ملاتړ خپل فعاليت ترسره کوي.
د افغانستان لپاره د ناروې کميټې عمومي مسؤل تاريا ژمن وکړه چې دوی به د روغتيا په برخه کې خپلو مالي همکاريو ته دوام ورکوي.
فارغو شويو ښځينه زده کوونکو خوښي وښوده چې په روغتيايي برخه کې يې نيمه لوړې زده کړې وکړې، دوی له ناروې کميټې وغوښتل چې د ښځينه زده کوونکو لپاره د روغتيا په برخه کې تر ليسانس درجه پورې د زده کړو زمينه برابره کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.