پکتيا: د مؤسساتو، عامه او خصوصي سکتورونو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱) نن چهارشنبه، د پکتيا اقتصاد رياست کې د دولتي، غير دولتي، نړيوالو سازمانونو، عامه او خصوصي سکتورونو ترمنځ په دې ولايت کې د ترسره شويو او راتلوونکو پروژو تطبيق په اړه د همغږۍ ګډه غونډه ترسره شوه. د ناستې په پيل کې د اقتصاد رئيس مولوي محمد انور راشد خبرې وکړې او […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱) نن چهارشنبه، د پکتيا اقتصاد رياست کې د دولتي، غير دولتي، نړيوالو سازمانونو، عامه او خصوصي سکتورونو ترمنځ په دې ولايت کې د ترسره شويو او راتلوونکو پروژو تطبيق په اړه د همغږۍ ګډه غونډه ترسره شوه.

د ناستې په پيل کې د اقتصاد رئيس مولوي محمد انور راشد خبرې وکړې او ويې ويل چې مؤسسات بايد خپلې پروژې اقتصاد رياست سره په همغږۍ ترسره کړي، نوموړي مؤسساتو ته د هر راز قانوني همکارۍ ډاډ وکړ، او له هغوی يې وغوښتل چې نيمګړې پروژې بشپړې کړئ.

د ولايت مقام استازي مولوي عبدالله د مؤسساتو له ترسره کړيو کړنو خوښي وښوده او هغوی ته يې د ښه خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې او وړانديزونه وکړل.

د اطلاعاتو او کلتور رياست استازي عقل خان وهاج له مؤسساتو وغوښتل چې په دې ولايت کې زيات شمېر تاريخي سيمې د نړيدو له ګواښ سره مخ دي د ترميم په برخه کې يې مرسته وکړئ.

ورپسې د مؤسساتو، استازو د خپلو ترسره کړيو کړنو او راتلوونکو پروژو تطبيق، ستونزو حل او بېلابېلو برخو کې د لا ښه د خدماتو وړاندې کولو په موخه ګډ بحث ترسره شو.

د یادولو وړ ده، چې پکتیا کې د زده کړو، روغتیا، کار، پراختیا، بیا رغوونې، بشري مرستو، زراعت، ماشومانو، کډوالو، غذایي موادو، بیړنیو حالاتو مرستو او اوبو خوندیتوب برخه کې ۳۹ بیلا بیل موسسات فعالیت ترسره کوي.