پکتيا: د لوړ پوړو چارواکو په منځګړتوب، ۱۰۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۰) د پکتيا مرکز ګرديز اړوند زاهو کلي کې د مرحوم شيرجان او ملا حضرت شاه کورنيو ترمنځ پخوانۍ ۱۰۰ کلنه دښمني د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو او قومي مشرانو په منځګړيتوب پر دوستۍ بدله شوه. ياده دښمني د دواړو کورنيو ترمنځ يو ميل توپک په سر رامنځته شوې چې دواړو لوريو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۰) د پکتيا مرکز ګرديز اړوند زاهو کلي کې د مرحوم شيرجان او ملا حضرت شاه کورنيو ترمنځ پخوانۍ ۱۰۰ کلنه دښمني د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو او قومي مشرانو په منځګړيتوب پر دوستۍ بدله شوه.

ياده دښمني د دواړو کورنيو ترمنځ يو ميل توپک په سر رامنځته شوې چې دواړو لوريو څخه ۴ کسان پکې وژل شوي ؤ.

ځايي خلک وايي چې د نوموړو کورنيو ترمنځ ياده دښمني په تېرو ۱۰۰ کالونو کې پر دوستۍ بدله نشوه خو د ا.ا.ا چارواکو او قومی مشرانو په منځګړيتوب او هڅو د جرګې له لارې حل او فصل شوه.

يادو دوه واړه کورنيو د جرګې له لارې پر شوې پريکړې خوښي ښودله او ژمنه يې وکړه چې بيا به د يو بل پر وژلو لاس نه پورې کوي.

د يادې ستونزې د حل په جرګه کې د ا.ا.ا د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني، د ملی دفاع وزارت استازي، د پکتيا ولايت امنيه قومندانۍ مرستيال، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئيس، د اسلامي امارت کابينې غړو او قومي مشران ګډون درلود.

پکتيا يو له هغه دوديزو ولايتونو څخه دی چې ګڼ شمير ستونزې د جرګې له لارې پکې حل او فصل کېږي.