پکتيا: د سياحتې او توريستي شرکتونو جوازونو له درکه سلګونه زره افغانۍ عوايد راټول شوي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲) د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې په کلني ډول د سياحتي او توريستي شرکتونو د جوازونو له درکه ۱میلیون افغانۍ عوايد راټول شوې دي. د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند ګرځندوی عمومي مدير حبيب الرحمن حامد باختر اژانس ته وويل چې د ا.ا.ا. په راتګ سره ۸ نويو سياحتي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲) د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې په کلني ډول د سياحتي او توريستي شرکتونو د جوازونو له درکه ۱میلیون افغانۍ عوايد راټول شوې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند ګرځندوی عمومي مدير حبيب الرحمن حامد باختر اژانس ته وويل چې د ا.ا.ا. په راتګ سره ۸ نويو سياحتي او توريستي شرکتونو په فعاليت پيل کړی او جوازونه يې ترلاسه کړي دي.

ګرځندوی عمومي مدير حامد وايي چې د ا.ا.ا راتګ سره يادو زياترو شرکتونو جوازونه اخيستې او يا يې نوي کړي خو هغه شرکتونه چې يا يې جوازونه نه دي اخيستې او يا يې نه دي نوي کړي کار پرې روان دی او نږدې راتلوونکې کې به جوازونه واخلي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د معلوماتو له مخې دا مهال په دې ولايت کې ۵۰ سياحتي او توريستي شرکتو فعاليت لري چې ۳۰ مرکز ګرديز او ۲۰ په بېلابېلو ولسواليو کې فعاليت لري.