په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ترميم شوي ټانکونه وازمويل شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۹) د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ټانګ کنډک په پولیګون کې د ترمیم شویو ټانکونو د ازمایښتي نښې ویشتلو په تړاو نوي ترميم شوي ټانکونه وازمويل شول. دغو نمایشاتو کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان ملا امیرخان “حقاني”، د يادې قول اردو مرستيال الحاج قاري امين الله «طيب» او درستيزوال شيخ […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۹) د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ټانګ کنډک په پولیګون کې د ترمیم شویو ټانکونو د ازمایښتي نښې ویشتلو په تړاو نوي ترميم شوي ټانکونه وازمويل شول.

دغو نمایشاتو کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان ملا امیرخان “حقاني”، د يادې قول اردو مرستيال الحاج قاري امين الله «طيب» او درستيزوال شيخ نقيب الله «عزيزي» په ګډون ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدینو شتون درلود.

په پای کې مسؤلینو د بیا ځلې ترمیم شویو ټانکونو مسلکي انجینران او پرسونل تشویق کړل او د هغوی قدرداني یې وکړه، چې د اسلامي نظام او ولس لپاره خدمت کوي.