په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې ۳۰ تنه د اینجنیري له مسلکي کورس څخه فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۵) نن د ۲۰۳ منصوري قول اردو په قرارګاه کې د انجنيرۍ د مسلکي کورس (RCC) څخه (۳۰) تنو مجاهد منسوبينو د تجربه لرونکو استادانو تر نظر لاندې د لارو د تطهیر او ډول ډول ماینونو د کشف او شنډولو د نظري او عملي درسونو څخه وروسته په بریالیتوب سره د فراغت سندونه […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۵) نن د ۲۰۳ منصوري قول اردو په قرارګاه کې د انجنيرۍ د مسلکي کورس (RCC) څخه (۳۰) تنو مجاهد منسوبينو د تجربه لرونکو استادانو تر نظر لاندې د لارو د تطهیر او ډول ډول ماینونو د کشف او شنډولو د نظري او عملي درسونو څخه وروسته په بریالیتوب سره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د فراغت په دغه مراسمو کې چې نن د منصوري قول اردو د ښوونې او روزنې د مديريت د کانفرانسونو په تالار کې ترسره شول، د یادې قول اردو د دفتر امر مولوي (غزنوي), د ښوونې او روزنې مدیر قاري حسن جان (جهادیار) د قرارګاه او اړوند جزوتامونو یو شمیر مسؤلینو هم ګډون درلود.
مسؤلینو په خپلو خبرو کې وويل: چې ستاسو دنده په اوسنیو حالاتو کې ډیره مقدسه او مهمه ده ځکه چې تاسو به د ماینونو او چاودېدونکو توکو په کشف او شنډولو سره د خپلو همسنګرو مجاهدینو او منسوبینو د ژغورنې ترڅنګ د خپلو بې ګناه هیوادوالو ژوند هم ژغورئ، نو په ډیر دقت سره پخپلو دندو کې د دغه زده کړو څخه ګټه واخلئ او صادقانه خدمت وکړئ