نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) هغه هیئت چې څو اونۍ وړاندې یې په ۲۰۳ منصوري قول اردو د تفتیش چارې پیل کړې وې، نن یې په بریا سره خپل کار پای ته ورساوو. یاد هیئت چې مشري یې د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز سر مفتش مولوي لطف الله (حکیمي) کوله او مهم غړي یې د […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) هغه هیئت چې څو اونۍ وړاندې یې په ۲۰۳ منصوري قول اردو د تفتیش چارې پیل کړې وې، نن یې په بریا سره خپل کار پای ته ورساوو. یاد هیئت چې مشري یې د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز سر مفتش مولوي لطف الله (حکیمي) کوله او مهم غړي یې د یاد ریاست لومړی مرستیال مولوي عبدالحنان (فائز) او د همدې ریاست د تحقیقاتو او د شکایتونو د اوریدو کمیسیون مسؤل مولوي صبغت الله (لطیفي) وو چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو په قرارګاه او اړوند جزوتامونو کې د پلان سره سم د بیلابیلو څانګو هر اړخیزې پلټنې وکړې او په روانو چارو کې یې د مسؤلینو د ستونزو او نیمګړتیاوو برسیره کولو سربیره د قرارګاه او اړوند لواګانو د مجاهدینو وړاندیزونه او ستونزې هم واوریدلې او د حل کولو د ډاډ ترڅنګ یې د چارو د لا سمون په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې او موثره لارښوونې او سپارښتنې وکړې. نن دغه ټیم خپل څو ورځنی سفر او پلټنې په بریالیتوب او شفافه توګه پاي ته ورسولې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.