په ګرمسېر ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ تنو کروندګرو ته کیمیاوي کود توزیع شو

پرون پنج شنبه  د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د کندهار د مهاجرینو موسیسې (KRO)په مالي لګښت د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنو هغه کروندګرو ته چې د وچکالۍ او جګړو له کبله یې کښتونو ته زیان اوښتی ؤ کیمیاوي کود (سپین یوریا) توزیع […]

پرون پنج شنبه  د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د کندهار د مهاجرینو موسیسې (KRO)په مالي لګښت د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنو هغه کروندګرو ته چې د وچکالۍ او جګړو له کبله یې کښتونو ته زیان اوښتی ؤ کیمیاوي کود (سپین یوریا) توزیع شوو.

 

څه موده وړاندې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د کندهار د مهاجرینو موسيسې(KRO) د مسؤلینو لخوا په ګرمسېر ولسوالۍ کې یو رڼاه سروي ترسره کړه چې د یادې سروي پر اساس ۱۰۰۰ تنه هغه کروندګر چې کښتونو ته یې د وچکالۍ او جګړو له کبله زیان اوښتی ؤ د غنمو اصلاح شوي تخمونه وویشل چي تېره ورځ همهغه کروندګرو ته کیمیاوي کود(سپین یوریا) هم توزیع شوو.

 

د یادې موسیسې د مسؤلینو په وینا چي د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او پنځه ولسوالیو کې یې شاوخوا د ۶۵۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم توزیع مخکې ترسره کړي ده چي اوس مهال همهغه کروندګرو سره د کیمیاوي کود (سپین یوریا)  توزیع راپیل کړي ده چي هر کروندګر ته ۵۰کیلو ګرامه کیمیاوي کود (سپین یوریا ) ورکوي.

 

نېټه؛۱۴۴۳/۶/۱۱ هــ ق.