په ګرمسېر ولسوالۍ کې دانحصاراتو ادارې له خوا د تېلو ۶ پمپونه وتړل سوه :

    د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د انحصاراتو ادارې له خوا د هزارجفت بازار، دوشنبې بازار، او لکړۍ سیمي کې د تېلو شپږ پایې پمپونه د تېلو د ناسم کیفیت او د لېټر د کموالي په خاطر بند او وتړل سوه.   دیادي ادارې مسئولین په داسي حال کې چې د ګرمسېر […]

 

 

د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د انحصاراتو ادارې له خوا د هزارجفت بازار، دوشنبې بازار، او لکړۍ سیمي کې د تېلو شپږ پایې پمپونه د تېلو د ناسم کیفیت او د لېټر د کموالي په خاطر بند او وتړل سوه.

 

دیادي ادارې مسئولین په داسي حال کې چې د ګرمسېر ولسوالۍ مطبوعاتي مسئول هم ورسره وو د یادو پمپونو د څار او نظارت په خاطر یادو سیمو ته تللي وه.

 

د دوی په وینا چې دغه کمپاین یې څه موده وړاندي راپیل کړی چې تر دامهاله یې د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمېر پمپونه تړلي دي او دغه بهیر به نور هم دوام ولري.

 

نېټه:/۱۴۴۳/۵/۱۳/ هـ ق