په ګرمسېر ولسوالۍ کي د مجاهدینو د اصلاح او روزني درې ورځنی سيمينار پای ته ورسېد.

  دا چې د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسوالیو د نظارت لپاره ټاکل سوي هيئت ته سپارښتنه سوې وه ترڅو په هري ولسوالۍ کي د مسؤلینو او دیني علماءکرامو په واسطه مجاهدینو ته دلاښه تربیې اواصلاح په موخه درې ورځني سیمينارونه جوړکړي نو په همدې اساس په ګرمسېر ولسوالۍ کي د […]

 

دا چې د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسوالیو د نظارت لپاره ټاکل سوي هيئت ته سپارښتنه سوې وه ترڅو په هري ولسوالۍ کي د مسؤلینو او دیني علماءکرامو په واسطه مجاهدینو ته دلاښه تربیې اواصلاح په موخه درې ورځني سیمينارونه جوړکړي نو په همدې اساس په ګرمسېر ولسوالۍ کي د مجاهدینو د اصلاح او روزني په موخه په جوړ سوي سیمینار کي علماء کرامو مجاهدینو ته اصلاحي بیانونه او سپارښتني وکړې.

لومړی محترم مولوي محمدابراهیم صاحب د سیمینار ګډون والو ته وینا وکړه، ده په خپل وینا کي مجاهدینو ته په خطاب کي وویل چي د خپل امير اطاعت وکړئ، همداراز یې د د سیمینار ګډونوالو ته یو حدیث شریف ولوست، نوموړي وویل چي نبي (علیه السلام) فرمایي: چي ستاسو ښه خلګ او ښه امیران هغه څوک دي چې دوی ستاسي سره محبت کوي او تاسي ددوی سره محبت کوی، د حدیث شریف تر لوستلو وروسته یې وویل الحمدالله زموږ ملت غیرتمن او قهرمان ملت دی زموږ او ستاسي څخه پیسې نه غواړي ،دوی زموږ څخه ښه اخلاق، نېک چلند او ډاډمن امنیت غواړي.
ورپسې محترم برهاني مولوي صاحب د غونډي ګډونوالو ته وینا وکړه، نوموړي د اما..رت د استخباراتو د کمیسیون دلایحې مادې په وضاحت سره د سیمینار ګډونوالو ته بیان کړې.

وروسته مولوي اسدالله صاحب د غونډي ګډونوالو ته وینا وکړه، ده وویل چي زموږ او ستاسي هدف دادی ترڅو د الله تعالی نظام د الله پر ځمکه قائم کړو او فساد ختم کړو، همداراز نوموړي زیاته کړه چي مسؤلیت یو امانت دی په دغه امانت کي باید خیانت درڅخه ونسي.
سیمینار په دعائیه وینا پای ته ورسېد.

تاریخ؛ ۱۴۴۳/۶/۱۷ هـ ق