په ګرمسېر ولسوالۍ کي د امربالمعروف له لوري غونډه وسوه:

  نن د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د لومړۍ حوزې اړوند د شاګی بازار په سیمه کي د امربالمعروف او نهي عن المنکر د جلب او جذب سمع شکایات مدیریت له لوري غونډه وسوه. په دغه غونډه کي دیني عالمانو، مجاهدینو، د مسجدونو امامانو، قومي مشرانو او د ګرمسېر ولسوالۍ ولسي وګړو ګډون کړی […]

 

نن د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د لومړۍ حوزې اړوند د شاګی بازار په سیمه کي د امربالمعروف او نهي عن المنکر د جلب او جذب سمع شکایات مدیریت له لوري غونډه وسوه.

په دغه غونډه کي دیني عالمانو، مجاهدینو، د مسجدونو امامانو، قومي مشرانو او د ګرمسېر ولسوالۍ ولسي وګړو ګډون کړی وو.

د غونډي پیل د قرانکریم د ایاتونو په تلاوت سره وسو وروسته د امربالمعروف استازو د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ددوی له راتګ څخه مننه وکړل.

په دغه غونډه کي د امربالمعروف د استازو له لوري د غونډي ګډونوالو ته د ستر او حجاب د حکم، ارزښت او اهمیت په اړه ارزښتناکي ویناوي وسوې.
همداراز یې د غونډي له ګډونوالو وغوښتل چي ځانونه پر شریعت برابر کړي ترڅو په ابدي ژوند کي بریا ترلاسه کړي او د رسول الله (ص) د شفاعت څخه برخمن سي.
غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۱ هـ ق