په ګرشک ولسوالۍ کي د ۲ پلونو د جوړولو د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي د هرات او کندهار پر لویه لاره د بغرا د پخواني پله راسته او چپه لوري ته د دوو نورو نویو جوړېدونکو پلونو د بنسټ ډبره په داسي حال کښېښودل سوه چي پرمهال یې د ګرشک ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي متین مولوي صاحب، امنیه قومندان حاجي ظهیرماما، د […]

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي د هرات او کندهار پر لویه لاره د بغرا د پخواني پله راسته او چپه لوري ته د دوو نورو نویو جوړېدونکو پلونو د بنسټ ډبره په داسي حال کښېښودل سوه چي پرمهال یې د ګرشک ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي متین مولوي صاحب، امنیه قومندان حاجي ظهیرماما، د استخباراتو مدیر محترم معصومي صاحب او د یادي ولسوالۍ ښاروال حاجي اسحق صاحب هم حاضر وه د دواړو نویو پلونو جوړوني چاري نن عملا پیل سوې.

 

دغه دوه پلونه چي د هریوه اوږدوالی یې ۴۲ متره او بر یې تقریبا ۳ متره او ۲۰ سانتۍ دی، په اساسي ډول جوړیږي چي په دې سره به د کندهار او هرات پر لویه لار د بغرا په ساحه کي ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د لویو او وړو موټرانو د تګ راتګ لاري به سره بیلي سي.

د ګرشک ولسوالۍ د مسؤلینو په وینا د یادو پلونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د لویو بار وړونکو موټرانو د تګ راتګ لپاره سهلتونه رامنځته سي او له بل اړخه به د کوچنیو او مسافر وړونکو موټرونو د سفر د ځنډېدو او ټکرونو مخنیوی وسي او ورسره هم مهاله به د عامو خلګو ستونزي هم حل سي.

د یادوني وړ ده چي نوي جوړېدونکي پلونو باندي به هغه واړه موټران د تګ او راتګ اجازه ولري چي ټوټل وزن یې تر ۱۰ ټنه زیات نه وي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۴ هــ ق