نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ګرشک ولسوالۍ د معتادينو له زندان څخه يو تن په نشه يي توکو روږد زنداني چي تقريبا ۴ ورځي مخکي له محبس څخه خوشي سوی وو تېره شپه يې د نشه يي توکو اړوند پيچکارۍ کارولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی. د محبس د مسؤلینو په وينا ياد کس نعمت الله […]
د ګرشک ولسوالۍ د معتادينو له زندان څخه يو تن په نشه يي توکو روږد زنداني چي تقريبا ۴ ورځي مخکي له محبس څخه خوشي سوی وو تېره شپه يې د نشه يي توکو اړوند پيچکارۍ کارولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی. د محبس د مسؤلینو په وينا ياد کس نعمت الله نوميږي او د ولي جان زوی دی.
نوموړی خوشي سوی کس تېره شپه د حاجي زلمي اغا دربار ته څېرمه يوې کوټې ته ورغلی او ځان يې مسافر ورته معرفي کړی بيايې د کوټې له خاوند څخه د ډوډۍ غوښتنه کړې، د کوټې خاوند وايي د نوموړي روغتيايي حالت څه ناڅه ګډوډ وو د ډوډۍ تر خوړلو وروسته مي د درملو وړانديز ورته وکړ خو نوموړي رد کړ، د کوټې د خاوند په وينا کله چي سهار کوټې ته ورغلی نو ياد کس يې مړ موندلی او څنګ ته يې د نشه يي توکو اړوند پيچکاري پرته وه چي ځان ته يې لګولې وه.
نن د ځايي مسؤلينو لخوا د وژل سوي کس جسد روغتون ته وړل سوی، د روغتون د ډاکټرانو په وينا نوموړي د نشه يي موادو د کارولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د يادوني وړ ده چي د ډاکټرانو د څېړني په وخت کي د نوموړي کس په جېب کي نور نشه يي مواد هم موندل سوي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۰ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.