په ګرشک ولسوالۍ کي د دستار فضیلت په مناسبت شانداره جلسه ترسره سوه:

    نن د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي د مدرسه دارالعلوم سعادات له لوري د قاريانو صاحبانو، حافظانو او د  لویي دورې فاضلانو ته د فضیلت بګړۍ وتړل سوې چي په مناسبت یې یو شانداره جلسه جوړه سوې وه.   په دغه جلسه کي ګڼ شمېر دیني عالمانو، د مدرسې طالبانو، مجاهدینو، نعت […]

 

 

نن د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي د مدرسه دارالعلوم سعادات له لوري د قاريانو صاحبانو، حافظانو او د  لویي دورې فاضلانو ته د فضیلت بګړۍ وتړل سوې چي په مناسبت یې یو شانداره جلسه جوړه سوې وه.

 

په دغه جلسه کي ګڼ شمېر دیني عالمانو، د مدرسې طالبانو، مجاهدینو، نعت خوانانو او عامو مسلمانانو ګډون کړی وو.

 

یاده جلسه دقرآن عظیم الشان دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه ورپسې یو شمېر دیني عالمانو هر یوه په خپل وار سره ارزښتناکي ویناوي وکړې، دوی په خپلو ویناوو کي فارغ سوو قاریانو، حافظانو او د لویي دورې فارغینو ته د فراغت مبارکۍ وویلې او دوی ته یې ددوی د راتلونکو مسؤلینونو په اړه ګڼی سپارښتني وکړې.

 

دینی عالمانو فارغ سوي کسانو ته په خطاب کي وویل چي اوس دا ستاسي دیني او الهي مسؤلیت دي چي خپل علم تر نورو مسلمانانو ورسوی او خپل دین او هیواد ته خدمت وکړئ.

د جلسې په وروستیو کي فارغ سوو کسانو ته د مدرسې د ادارې له لوري د فراغت سندونه ورکړل سوه.

جلسه په دعائیه وینا پای ته ورسېدل.

 

د یادوني وړ ده چي د ګرشک ولسوالۍ د امنیتي مسؤلینو له لوري ددغه جلسې کلک امنیتي تدابیر نیول سوي وه.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۱ هـ ق