نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن یکشنبه د کندهار پوهني ریاست د ښاري ښوونځیو د آمریت په تالار کښي د تعلیمي بهیر د بهبود او پرمختګ په اړوند مشورتي غونډه جوړه سوه، چي پکښي د کندهار د پوهني رئیس مفتي قدرت الله الوصال ترڅنګ د برنامو آمرینو، مُدیرانو، د کندهار ښار مشهور عالم او د علماوو شورا مرستیال رئیس […]
نن یکشنبه د کندهار پوهني ریاست د ښاري ښوونځیو د آمریت په تالار کښي د تعلیمي بهیر د بهبود او پرمختګ په اړوند مشورتي غونډه جوړه سوه، چي پکښي د کندهار د پوهني رئیس مفتي قدرت الله الوصال ترڅنګ د برنامو آمرینو، مُدیرانو، د کندهار ښار مشهور عالم او د علماوو شورا مرستیال رئیس شیخ الحدیث مولوي اخترمحمد زعفراني صاحب، د ا.ا مشهور عالم شیخ الحدیث مولوي نظرمحمد افغاني صاحب، د تعلیم الاسلام راډیو مؤسس شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي صاحب، د حکیمیه مدرسې مهتمم شیخ مولوي سعید احمد سعید صاحب او ځوان عالم مولوي حسن جان صاحب په شمول لسګونو مشهورو عالمانو او د دیني مدارسو مسؤلینو برخه اخیسته وه.
غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپیل سوه، د پیل په وینا کي د کندهار د پوهني رئیس مفتي قدرت الله الوصال راغلیو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، دا چي پوهني ریاست د ټول ولس په خاصاً توګه د دیني عالمانو او د پوهي د خاوندانو ګډ کور دئ، نو ددې کور د پیاوړتیا او د پوهنیز بهیر وده د ټولو ګډ مسؤلیت دئ.
مفتي قدرت الله الوصال وویل، ددې ستري غونډي څخه مو موخه ستاسو مشرانو او جیدو علماء کرامو څخه مشوره اخیستل دي، ترڅو وکولای سو، چي ستاسو د نیکو مشورو او همکارۍ له لاري یو داسي پوهنیز بهیر رامنځته کړو، چي د دیني او عصري زده کړو ترڅنګ په تربیه سمبال ماشومان او ځوانان ټولني ته وړاندي کړو، ترڅو خپلي ټولني ته د واقعي خدمت مصدر وګرځي.
د پوهني رئیس د خپلو خبرو په وروستیو کي زیاته کړه، چي کندهار کې به مکاتبو ته عالمان هم په دې موخه استخدام کړي، ترڅو د هیواد بچیان د عصري زده کړو ترڅنګ په دیني زده کړو او سپېڅلې عقیده وروزي.
ورپسې شیخ الحدیث مولوي اخترمحمد زعفراني صاحب پر اطاعت، شیخ الحدیث مولوي نظرمحمد افغاني صاحب پر اتحاد او اتفاق او شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي صاحب د مشورې پر اهمیت ویناوي وکړې، نوموړو علماء کرامو د پوهني د رئیس مفتي قدرت الله الوصال څخه مننه وکړه او په کندهار کي یې روان پوهنیز بهیر وستایه او زیاته یې کړه په افغانستان کي د ا.ا په راتلو سره الحمدالله د نورو سکتورونو ترڅنګ پوهنیز بهیر ډېره وده او پرمختګ کړی او د لاښه پیاوړتیا او یو واقعي تعلیمي بهیر رامنځته کېدو په برخه کي ئې له خپله اړخه د هرډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
د غونډي په پای کښي له ټولو ګډونوالو څخه په لیکڼې بڼه کندهار کي د پوهنیز بهیر د پیاوړتیا په موخه نیکي مشورې واخیستل سوې.
یکشنبه: ۱۴۴۳/۷/۴ د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.