نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د یک شنبې په ورځ د باران موسیسې له لوري یو پروګرام جوړ سوی وو، چي پر مهال ئې د ۶۴ روغتيايي مرکزونو سره د طبي او غیر طبي توکو مرسته اعلان کړل، چي ټول ټال ۴۵ ميليونه افغانۍ لګښت ورباندي راغلی. په کندهار کي د باران مؤسسې تخنیکي مسئول ډاکټر عبدالصبور مدقیق […]
د یک شنبې په ورځ د باران موسیسې له لوري یو پروګرام جوړ سوی وو، چي پر مهال ئې د ۶۴ روغتيايي مرکزونو سره د طبي او غیر طبي توکو مرسته اعلان کړل، چي ټول ټال ۴۵ ميليونه افغانۍ لګښت ورباندي راغلی.
په کندهار کي د باران مؤسسې تخنیکي مسئول ډاکټر عبدالصبور مدقیق وویل، چي په دې مقدار کي ۱۸۵ قلمه هغه درمل هم شامل دي، چي له معتبرو کمپنیو څخه رانیول سوي دي.
په خبره ئې دا مواد د یونیسف (UNICEF) او د نړیوال روغتايي سازمان یا (WHO) په مالي لګښت رانيول سوي دي او د وېش چاري ئې د باران مؤسسې له خوا ترسره سوې.
ډاکټر مدقق زیاته کړه، چي د نړیوالو سازمانونو په مرسته به د ا.ا.ا تر چتر لاندي خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
د کندهار د عامي روغتیا د نظارت او ارزیابۍ مدیر ډاکټر عبدالمنان کاکړ بیا وویل، چي په تېر نظام کي د کندهار ځینو ولسوالیو؛ لکه معروف، ریګستان او میانشین ته د امنیتي ستونزو له امله روغتیايي خدمات نه دي تر سره سوي، دا ځل به تر وسه پوري پوره خدمات ور ته وړاندي سي.
نوموړی زياتوي، چي د ا.ا.ا په راتګ سره اوسمهال په سیمه کي پوره امنیت دئ، چي دا ځل به ټولو هغو سیمو ته روغتیايي خدماتو لمن پراخه کړي، چي له څو کلونو راهیسي ورته روغتیايي خدمات نه دې تر سره سوي او یا دا چي په کمه اندازه ترسره سوي دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.