نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په کندهار کي يوه پرهنګ پال مولوي عبدالرحمن رحماني دوه قلمه تاريخي اثار اطلاعات او فرهنګ رياست ته وسپارل، په يادو تاريخي اثارو کي يو قلم لرغونې میسي ګډوه او يو لرغونی پتنوس شامل دي، چي تاريخي قدامت ئې سلو کلونو ته رسيږي. ښاغلی رحماني وايي، چي یاد تاريخي اثار ئې د يوه […]
په کندهار کي يوه پرهنګ پال مولوي عبدالرحمن رحماني دوه قلمه تاريخي اثار اطلاعات او فرهنګ رياست ته وسپارل، په يادو تاريخي اثارو کي يو قلم لرغونې میسي ګډوه او يو لرغونی پتنوس شامل دي، چي تاريخي قدامت ئې سلو کلونو ته رسيږي.
ښاغلی رحماني وايي، چي یاد تاريخي اثار ئې د يوه عام کس څخه هغه مهال تر لاسه کړل، چي غوښتل ئې په زړو اوسپنو کي ئې خرڅ کړي.
په خبره ئې ځکه دغه تاريخي اثار اطلاعات او فرهنګ رياست ته سپاري، چي د غلا او قاچاق څخه وژغورل سي.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال ملا شمس الله صمیم وايي، چي مولوي عبدالرحمن رحماني ډېر نېک کار کړی او دغه دوه قلمه اثار ئې د ورکېدو او له منځه تلو څخه وژغورل.
نوموړي له ښاغلي رحماني څخه مننه وکړه، چي یاد اثار ئې تر لاسه کړل او وروسته ئې اطلاعات او فرهنګ رياست ته وسپارل.
ښاغلي صميم له نورو هيوادوالو هم غوښتنه وکړه، چي ورسره موجود تاريخي اثار کندهار میوزیم ته وسپاري، تر څو دلته خوندي وساتل سي.
د یادولو ده، چي موده وړاندي تر لسو زیات تاریخي توپکان هم کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست ته وسپارل سول
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.