په کندهار کي دومداره اورښتونه، د ژغورني بريالي عمليات او د زياتو تلفاتو مخنیوی شوی

  د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست مطبوعاتي همکارانو په کندهار کي د تېرو څو ورځو دومدارو اورښتونو او د ا.ا له لوري د کړو خدمتونو په اړه دغه لنډ راپور برابر کړی، موږ د هغه سيمو تصويرونه هم را اخيستي، چي د ژغورني ډلي دشپې ناوخته په شديد اورښت کي په کار بوخت […]

 

د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست مطبوعاتي همکارانو په کندهار کي د تېرو څو ورځو دومدارو اورښتونو او د ا.ا له لوري د کړو خدمتونو په اړه دغه لنډ راپور برابر کړی، موږ د هغه سيمو تصويرونه هم را اخيستي، چي د ژغورني ډلي دشپې ناوخته په شديد اورښت کي په کار بوخت دي.
په کندهار کي د تېرو ورځو اورښت زيات او دومداره وو، د څلورو ورځو په جريان کي تر ۶۰ ملۍ زيات باران وسو، چي کروندرګرو ته ئې د خوښۍ زېري درلود.
د ياد اورښت پر مهال د کندهار ښار په يو شمېر سيمو کي سېلابي اوبه راووتلې، د کندهار د لويي ويالې سيمه، د پاتاونو پر غاړه پراته کورونه، د ميوند ولسوالۍ په مسير کي پرتې ځيني سيمي او د ښار په شاوخوا کي ځيني نور ځايونه د ز د سېلابي اوبو څخه د ولس ژغورلو له پاره ځانګړی اقدام تر سره سو، د سېلاب اوبو څخه د ژغورلو تر ټولو خطرناک او بېړني اقدامات د ميوند ولسوالۍ په تور مانده سيمه کي ترسره سول. د کندهار والي حاجي محمديوسف وفا په هدايت سره الوتکي د ميوند ولسوالۍ د تور مانده سيمي ته ورغلې، هغه ځای چي لسګونه ولسي وګړي د سېلابي اوبو د راوتلو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وه.
د ولس ژغورلو ياد عمليات د کندهار د هوایی ځواک د قوماندان مولوی فتح الله منصور په مشري په بريالي توګه ترسره سول، نظامي کسانو د الوتکو په مرسته ټول هغه ملکي وګړي او موټران وژغورل، چي د ميوند ولسوالۍ په تور مانده سيمه کي د سېلاب اوبو را اثار کړي ول. ولسي وګړو د ا.ا له مسئولينو په ځانګړي ډول کندهار والي څخه مننه وکړه، چي د دوی د ژوند ژغورلو له پاره بېړني او پر وخت اقدامات ترسره سول.
د دې تر څنګ د کندهار ښار اکثره برخي د نورو کلونو د اورښتونو په څېر د خطر سره مخ وې، په ځانګړي ډول د لويي ويالې ځيني سيمي او د پاتاونو په شاوخوا کي پراته کورونه. د يادو سيمو د ژغورلو له پاره کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب او ړښاروالۍ ټول پرسونل هم کرار نه وه ناست، ښاروالۍ لومړی د ټولو ناحيو له پاره د بېړنیو اقداماتو په صورت کي د هغو کسانو ليست اعلان کړ، چي په عاجل ډول به د خطر پر مهال سيمي ته ځان رسوي، وروسته په منظم ډول د ټولو هغو سيمو له پاره کارونه شروع سول، چي د سېلاب د اوبو له خطر سره مخ وې.
د اورښتونو حجم زيات سو، له يوې ورځي بلي ته وغځېد او همداسي ئې څلور شپې او ورځي دوام وکړ، د ښاروالۍ پرسونل ۲۴ ساعته د ولس ژغورلو له پاره مصروف سول، هغه سيمي او ولس ټول وژغورل سول، چي امکان وو د سېلاب اوبه ئې له ځان سره يوسي.
د سېلابي اوبو د کنټرول او ولس ژغورلو له پاره د کندهار ښاروالۍ پرسونل او امکاناتو بسنه نه کول، د کندهار والي ښاغلي وفا په سپارښتنه د ملا نعمت الله سراجي په رهبرۍ دفوائد عامې رياست او ځينو نورو ادارو هم خپل وسائل او امکانات په کار واچول. د فوائد عامې رياست او کندهار ښاروالۍ سکواټرانو د شپې تر ناوخته د پاتاونو په خلاصولو او د چريو په پاکولو تېره کړل، په تصويرونو کي دشپې پر دوې بجې هغه سيمي وينئ، چي د کندهار ښاروالۍ او فوائد عامې رياست سکواټران د سېلاب اوبو ته بندي لاري پرانيزي.
د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست د هغو با همته او خدمتګارو کاريګرو تصويرونه هم تاسو ته ښکار کوي، چي د ورځي په شديد اورښت او دشپې په توره تاريکه کي د باران اوبو له امله بندي لاري، چرۍ او پاتاونه خلاصوي.
د دې کاريګرو ګيله دا ده، چي ولس د ښار په پاک ساتلو کي خپل مسئوليت نه ادا کوي، د کور، دوکان او چاپيريال کثافات چريو او پاتاونو ته غورځوي، چي دا کار د دې لامل کيږي، چي د اورښت پر مهال اوبه زياتي او خطرونه رامنځته کړي.
د کندهار والي په ځانګړې پاملرنه او د ولس ژغورلو له پاره د ټولو امکاناتو څخه کار اخيستل په منظم ډول رهبري سول، کندهار ښاروالۍ په ډېر دقت او بېړه سره خپل کار وکړ، فوائد عامې ریاست خپل کار وکړ، روغتیا ریاست هم خپلي چاري په منظم ډول ترسره کړې او همدارنګه ټولو ملکي او نظامي ادارو په پوره مېړانه د سېلابي اوبو څخه د ولس ژغورطلو بريالي عملیات ترسره کړل.
د سېلابي اوبو تر کنټرول او ولس ژغورلو تر اقداماتو وروسته د کندهار مسؤلینو وویل، چي د الله ج په مرسته او د ټولو ملکي او نظامي ادارو په همکاري د توپاني او شديدو اوبو مخه ونیول سول، ډېري سيمي او لسګونه کسان وژغورل سول.
او زیاته یی کړه، چي د خپل ولس له پاره به نه ستړي کېدونکي خدمتونه کوي او د ولس څخه ئې هم د زياتي همکارۍ غوښتنه وکړه.