په کجکي ولسوالۍ کي د مجاهدينو د اصلاح او روزني درې ورځنی سيمينار پای ته ورسېد.

داچي د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د نظارت لپاره ټاکل سوي هيئت ته دنده سپارل سوې وه ترڅو د هري ولسوالۍ د مسؤلينو او ديني علماءکرامو په واسطه د مجاهدينو د اصلاح او روزني لپاره درې ورځني سيمينارونه جوړ کړي نو په همدې اساس په کجکي ولسوالۍ کي د مجاهدينو د اصلاح […]

داچي د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د نظارت لپاره ټاکل سوي هيئت ته دنده سپارل سوې وه ترڅو د هري ولسوالۍ د مسؤلينو او ديني علماءکرامو په واسطه د مجاهدينو د اصلاح او روزني لپاره درې ورځني سيمينارونه جوړ کړي نو په همدې اساس په کجکي ولسوالۍ کي د مجاهدينو د اصلاح او تربيې لپاره جوړ سوی درې ورځنی سيمينار تېره ورځ پای ته ورسېد.

 

په دغه سيمينار کي د کجکي ولسوالۍ مسؤلينو، مجاهدينو او ديني علماء کرامو ګډون درلود.

 

لومړی شيخ حاجي هاشمي مولوي صاحب د سيمينار ګډونوالو ته خپله وينا واورول، نوموړي مجاهدينو ته ددوی د مسؤليتونو په اړه خبري وکړې، له مجاهدينو يې وغوښتل ترڅو خپله وظيفه يو امانت وګڼي او په دغه ورسپارل سوي امانت کي خيانت ونکړي همدارنګه يې د مجاهدينو د اصلاح په موخه دوی ته ګڼي نوري سپارښتني هم وکړې.

 

ورپسې شيخ حاجي عماد مولوي صاحب وينا وکړه، نوموړي د مجاهدينو څخه وغوښتل ترڅو خپل نيتونه اصلاح کړي او د ولس سره نېک چلند وکړي همدارنګه يې له مجاهدينو وغوښتل چي پخپل ورسپارل سوې دنده کي غفلت ونکړي.

 

همداراز شيخ مولوي عبدالله جان صاحب هم مجاهدينو ته ګڼي خبري وکړې، مجاهدينو ته يې سپارښتنه وکړل چي د ولس د امنيت د ټينګښت لپاره شپه او ورځ پرځان يوه کړي ترڅو ولس مو ولس د سولي او ارامۍ په فضا کي ژوند وکړي.

 

د ياد سيمينار په اوږدو کي د صفونو د تصفيې د کميسيون مادې هم بيان سوې، همداراز مجاهدينو ته د تقوا، مسؤليت او اطاعت په اړه هم خبري وسوې ددې ترڅنګ مجاهدين د ولس سره نيک چلند کولو او د ستونزي په وخت کي له ولس سره مرستي کولو ته وهڅول سوه.

 

ياد سيمينار په دعائيه وينا پای ورسېد.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۶ هـ ق