نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون ورځ دوشنبه: د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د زمینداور په سیمه کي د مدرسه دارالعلوم فرقانیه له لوري قاریانو او د لویي دورې فارغینو ته د فراغت بګړۍ وتړل سوې چي په مناسبت یې یو شانداره جلسه جوړه سوې وه. ددغه مدرسې څخه ۳۴۰ تنه د دیني زده کړو څخه […]
پرون ورځ دوشنبه: د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د زمینداور په سیمه کي د مدرسه دارالعلوم فرقانیه له لوري قاریانو او د لویي دورې فارغینو ته د فراغت بګړۍ وتړل سوې چي په مناسبت یې یو شانداره جلسه جوړه سوې وه.
ددغه مدرسې څخه ۳۴۰ تنه د دیني زده کړو څخه فارغ سوه چي له جملې یې ۱۱۱ تنه د قرائت او ۲۲۹ تنه د لویي دورې فاضلان وه.
په دغه پرتمینه جلسه کي زیات شمېر دیني عالمانو، د مدرسې طالبانو، مجاهدینو، نعت ویوونکو او عامو مسلمانانو ګډون کړی وو.
جلسه دقرانکریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته څو تنه دیني عالمانو پخپل وار سره ویناوي وکړې، دوی په خپلو ویناوو کي فارغ سوو فاضلانو ته د فراغت مبارکۍ وویلې او ددوی څخه یې غوښتنه وکړل چي پخپل ترلاسه سوي علم عمل وکړي، د ټولني وګړي د خپلو اخلاقو تر تاثیر لاندي راولي ترڅو نور خلګ هم دې ته وهڅول سي چي خپل اولادونه مدرسو ته ولېږي.
همداراز د مدرسې استادانو پخپلو ویناوو کي فارغ سوو کسانو ته سپارښتنه وکړل ترڅو هغه څه چي دوی زده کړي د الهي مسؤلیت له مخي یې باید نورو ته ورسوي.
د جلسې په وروستیو کي فارغ سوو کسانو ته د مدرسې د ادارې له لوري د فراغت سندونه ورکړل سوه.
جلسه په دعائیه وینا پای ته ورسېدل.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۱ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.