نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د کجکۍ ولسوالۍ اړوند د زمینداور په سیمه کي د الشریفیه مدرسه له لوري ۷۴ تنو فاضلانو ته د فضیلت بګړۍ وتړل سوې چي له دې جملې څخه ۳۷ تنه د قرائت، ۷ تنه د حفظ او ۳۰ تنه د لویي دورې څخه فارغ سوي وه چي په مناسبت یې یو شانداره جلسه […]
نن د کجکۍ ولسوالۍ اړوند د زمینداور په سیمه کي د الشریفیه مدرسه له لوري ۷۴ تنو فاضلانو ته د فضیلت بګړۍ وتړل سوې چي له دې جملې څخه ۳۷ تنه د قرائت، ۷ تنه د حفظ او ۳۰ تنه د لویي دورې څخه فارغ سوي وه چي په مناسبت یې یو شانداره جلسه جوړه سوې وه. په دغه جلسه کي ګڼ شمېر دیني عالمانو، د مدرسې طالبانو، مجاهدینو، نعت خوانانو او عامو مسلمانانو ګډون کړی وو. یاده جلسه دقرآن عظیم الشان دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه ورپسې یو شمېر دیني عالمانو هر یوه په خپل وار سره ارزښتناکي ویناوي وکړې، دوی په خپلو ویناوو کي فارغ سوو قاریانو، حافظانو او مولوي صاحبانو ته د فراغت مبارکۍ وویلې او دوی ته یې ددوی د راتلونکو مسؤلینونو په اړه ګڼی سپارښتني وکړې.
دینی عالمانو فارغ سوي کسانو ته په خطاب کي وویل چي اوس دا ستاسي دیني او الهي مسؤلیت دي چي خپل علم تر نورو مسلمانانو ورسوی او خپل دین او هیواد ته خدمت وکړئ.
د جلسې په وروستیو کي فارغ سوو کسانو ته د مدرسې د ادارې له لوري د فراغت سندونه ورکړل سوه. جلسه په دعائیه وینا پای ته ورسېدل.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۶ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.