په کابل کې فدايي برید د امریکايي اشغالګرو ۳ ټانکونه ویجاړ ۱۶عسکر مړه او ژوبل کړل

نن غرمه مهال د کابل ښار ۵ حوزې اړوند افشار سیمه کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو په قطار ځپونکی فدایي برید وشو. دغه بریالی حمله د اسلامي امارت د استشهادي کنډک یوتن اتل مجاهد طه د غزني ولایت اوسیدونکي لخوا د موټر په وسیله په هغه قطار ترسره شو چې اشغالګر عسکر  په کې سپاره […]

نن غرمه مهال د کابل ښار ۵ حوزې اړوند افشار سیمه کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو په قطار ځپونکی فدایي برید وشو.

دغه بریالی حمله د اسلامي امارت د استشهادي کنډک یوتن اتل مجاهد طه د غزني ولایت اوسیدونکي لخوا د موټر په وسیله په هغه قطار ترسره شو چې اشغالګر عسکر  په کې سپاره ول.

د ابتدايي معلوماتو په اساس په برید کې د امریکايي اشغالګرو ۳ ټانکونه تخریب شوي، په کې سپاره تر ۱۶ پورې بهرني ځواکونه وژل شوي او ټپيان دي.

د پيښې په اړه وروستي جزئيات به بيا خپاره شي.

دا برید په داسې حال کي  ترسره کیږي چې د اسلامي امارت مجاهدینو په خارجي ځواکونو باندې خپلو حملوته زور ورکړی او لاهم  د مختلفو حملو په تیاریو او تابیا بوخت دي، چې په راتلونکي کې به اشغالګرو امریکايانو ته خورا بد زیري  ولري. ان شاءالله وما ذالک علی الله بعزیز

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۹/۱/۴هـ ق

۱۳۹۶/۷/۲هـ ش ــ ۲۰۱۷/۹/۲۴م