په پل سوخته سیمه کې د کتاب ویلو نندارتون پرانیستل شو

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۸) د کتاب ویلو فرهنګ د دودولو او له ښاري سیمو د غوره ګټې اخیستنې په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د سیرت خپرندویې ټولنې په مرسته په پل سوخته سیمه کې د کتاب ویلو نندارتون پرانیستل شو. د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزی وايي چې، په پل سوخته سیمه کې […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۸) د کتاب ویلو فرهنګ د دودولو او له ښاري سیمو د غوره ګټې اخیستنې په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د سیرت خپرندویې ټولنې په مرسته په پل سوخته سیمه کې د کتاب ویلو نندارتون پرانیستل شو.
د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزی وايي چې، په پل سوخته سیمه کې اوس مهال غوره بدلون راغلی دی او ډیری ځوانان چمتو دي څو په دې ښاري سیمه کې په کتاب لوستلو سره خپل وخت تېر کړي.
د نوموړي په وینا په دې کار سره ښاري فرهنګ او له ښاري تاسیساتو د ساتنې احساس غښتلی کیږي او له بل لوري د ځوانانو علمي کچه لوړیږي.
یاد نندارتون به تر دریو ورځو پورې دوام ولري چې، په هغه کې به عقیدوي، فقهي، تاریخي، اقتصادي، طبي او ټولنیز کتابونه نندارې ته وړاندې شي.
کتاب لوستونکي کولای شي کتابونه مطالعه او په مناسب قیمت یې ترلاسه کړي.