نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة: ۱۴۰۳اسد ۲۴مه نن ورځ چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد له ۲۴مې سره برابره وه، په مرکز او ولایاتو کې یې په پراخه کچه د ولسونو لخوا نمانځنه تر سره شوه. د دغې بریا د لمانځې تر ټولو لوی مراسم په بګرام پوځي اډه کې ؤ؛ چې په کې د ریاست الوزراء د […]
الامارة: ۱۴۰۳اسد ۲۴مه
نن ورځ چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد له ۲۴مې سره برابره وه، په مرکز او ولایاتو کې یې په پراخه کچه د ولسونو لخوا نمانځنه تر سره شوه. د دغې بریا د لمانځې تر ټولو لوی مراسم په بګرام پوځي اډه کې ؤ؛ چې په کې د ریاست الوزراء د مرستیالانو په ګډون د کابینې غړو، پوځي او ملکي چارواکو او مخورو ګډون کړی ؤ او پر مهال یې د هوایي او ځمکني ځواک لخوا د لوړې کچې پوځي او نظامي نمایشات هم تر سره شول. د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، محترم مولوي عبدالکبیر وویل: «په تېرو پنځه لسیزو کې د اسلامي امارت په څېر هېڅ داسې نظام نه وه رامنځته شوی، چې په ټوله جغرافیه حاکم او د ولس دومره پراخ ملاتړ له ځان سره ولري.»
دغه راز د هېواد د پلازمینې کابل په غازي ستډیوم کې هم لویه ولسي غونډه جوړه شوې وه، چې پکې له مرکز او ولایاتو څخه په لسګونو زره خلکو برخه اخیستې وه. په کندهار ولایت کې هم لویه غونډه او ستر پوځي نمایشات ترسره شول او پر دې سربیره په بلخ، پکتیا، پکتیکا او ګڼو نورو ولایتونو کې هم سترې ولسي غونډې تر سره شوې، چې پکښې ولسونو په پراخه کچه ګډون سره وښووده چې دوی له نظام ولاړ دي او کلک ملاتړ یې کوي.
د شنونکو په باور، په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې د ولسونو لخوا د هیواد ملي امارتي بیرغ په اهتزاز رپول او پراخ ګډون وښووده چې امارتي نظام ژورې ولسي ریښې لري او د دښمنو رسنیو له پراخو تبلیغاتو د هیوادوالو پر روان هیڅ راز اثر نه دی ښندلی.
باید وویل شي چې څوکاله وړاندې د ۱۴۰۰لمریز کال د اسد په ۲۴مه نیټه پلازمینه کابل د اسلامي امارت د مجاهدینو لاسته ولوید او د ارګ حاکمو کړیو له هیواده پښې سپکې کړې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.