په ولاياتو کې د لغوه شويو دولتي ادارو د ودانيو ارزونه کيږي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه د دې ریاست د ناستو په تالار کې ترسره شوه. د چارو ادارې د مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د تېرو پرېکړو په تعقيب د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې د […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه د دې ریاست د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
د چارو ادارې د مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د تېرو پرېکړو په تعقيب د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې د لغوه شويو دولتي ادارو د ودانيو د ارزونې په موخه ولايتونو ته د چارو ادارې د پلاويو پر سفرونو بحث وشو.
په دې غونډه کې بېلابيلو ولايتونو ته د څېړنو او ارزونو په موخه بېلابېل پلاوي وټاکل شول.
پر دې سربېره پر يو شمېر نورو اړونده موضوعاتو هم بحث وشو او په پای کې یاده غونډه هيواد، ولس او د نظام د پرمختګ او بقا په دعا سره پای ته ورسېده.