په وروستۍ پېښه کي د شهیدي سوي زناني فاتحه کي د کندهار ولایت مقام استازیو برخه واخیسته

  د دوشنبې په ورځ د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه شیخ زعفراني صاحب، مولوي سلطان محمد صاحب، مولوي یاسر صاحب او د لسمي حوزې آمر حافظ موسی صاحب، د شنبې په ورځ د کندهار په درېیمه حوزه کښي په رامنځته سوې پېښه کي د شهیدي سوي زناني په فاتحه کي ګډون […]

 

د دوشنبې په ورځ د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه شیخ زعفراني صاحب، مولوي سلطان محمد صاحب، مولوي یاسر صاحب او د لسمي حوزې آمر حافظ موسی صاحب، د شنبې په ورځ د کندهار په درېیمه حوزه کښي په رامنځته سوې پېښه کي د شهیدي سوي زناني په فاتحه کي ګډون وکړ.

 

د فاتحې په یادو مراسمو کښي د ولایت مقام استازیو د لوی خدای ج دربار ته د دُعا لاسونه لپه کړل او شهیدي سوي زناني ته ئې د جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته ئې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

 

دغه راز په یاده پېښه کي ئې دوو نورو ټپي زنانو ته د خدای ج له لوی دربار څخه د عاجلي او بشپړي روغتیا غوښتنه وکړه او وروستیو کي ئې له یادي کورنۍ څخه ځانګړې بخښنه وغوښته او زیاته ئې کړه، چي د یادي پيښي عاملین نیول سوي او اوس په زندان کي دي.

 

یاد پلاوي د یادو کورنیو سره په خبرو کي وویل، ولایتي اداره د ټپي زنانو د درملني لپاره هرځای او هرڅومره لګښت ته چمتو ده او د ولایتي ادارې دروازه د دوی د دوستانو پر مخ په هره برخه کي هر وخت خلاصه ده.

 

دوشنبه: ۱۴۴۳/۷/۲۰