په واشېر ولسوالۍ کي د فاضلانو او قاریانو د فراغت په ویاړ جلسه ترسره سوه:

  نن د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کي د محترم الحاج شیخ الحدیث والتفسیر مولوي تاج محمد صاحب له مدرسې څخه د لویي دورې د فاضلانو چي تعداد یې ۱۰ تنه وه او د تجوید د قاریانو چي ۱۳ تنه وه د دستار فضیلت او فراغت په مناسبت یوه ستره او شانداره جلسه جوړه […]

 

نن د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کي د محترم الحاج شیخ الحدیث والتفسیر مولوي تاج محمد صاحب له مدرسې څخه د لویي دورې د فاضلانو چي تعداد یې ۱۰ تنه وه او د تجوید د قاریانو چي ۱۳ تنه وه د دستار فضیلت او فراغت په مناسبت یوه ستره او شانداره جلسه جوړه سوې وه.

 

په جلسې کي ګڼ شمېر دیني عالمانو، استادانو، مسؤلینو، مجاهدینو او عامو وګړو ګډون کړی وو.

 

ددغه پروګرام پیل د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وسو، ورپسې مشهور علماءکرامو د جلسې د محتوی سره سم پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول ددیني علم، حفظ او تجوید پر اهمیت او فضیلت مفصل بیانونه وکړه.

دیني عالمانو د مسئولینو څخه غوښتنه وکړه چي ددیني علم د پرمختګ او ترقۍ لپاره دیني مدارسو ته توجوه او پاملرنه نوره هم زیاته کړي.

 

د جلسې په وروستیو کي فاضلانو او قاریانو صاحبانو ته د ویاړ بګړۍ وتړل سوې او د مدرسې د ادارې له لوري ورته د فراغت اسناد ورکړل سوه.

پروګرام په دعائیه وینا پای ته ورسېد.

 

هېره دي نه وي چي ددغه جلسې امنیتي چاري د واشېر ولسوالۍ د استخباراتو مدیریت د مسئول محترم قاری خالدصاحب د ملګرو په غاړه وې.

 

 نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۵ هـ ق