نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵/رمضان ۱۱ نن د هېواد په سړو سیمو او ولايتونو کې نوی ښوونیز کال «د ښوونځي د زنګ په وهلو» سره پيل شو. په يادو مراسمو کې د پوهنې وزارت په سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا سربېره د یاد وزارت معینانو، سلاکارانو، مرکزي رئیسانو، د ریاست وزارء اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، […]
الاماره: ۱۴۴۵/رمضان ۱۱
نن د هېواد په سړو سیمو او ولايتونو کې نوی ښوونیز کال «د ښوونځي د زنګ په وهلو» سره پيل شو. په يادو مراسمو کې د پوهنې وزارت په سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا سربېره د یاد وزارت معینانو، سلاکارانو، مرکزي رئیسانو، د ریاست وزارء اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د افغانستان.ا.ا. د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د کابینې یو شمېر غړو، د افغانستان.ا.ا. لوړ پوړو مېلمنو، د ښوونځیو او مدارسو یو شمېر استادانو او زده کوونکو حضور درلود. مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول؛ ورپسې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د پوهنې وزارت د تېر ښوونیز کال سترې لاسته راوړنې بیان کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې په نوي ښوونیز کال کې به هم د ښوونې او روزنې په برخه کې لاډېرې لاسته راوړنې ولري او په دې لاره کې به خپلو هڅو ته لاپسې دوام ورکړي. په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست د تېر کال د ښوونیزو پلانونو د پلي کېدو په برخه کې د یاد وزارت لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل: ښوونه او روزنه زموږ د دنيوي او اخروي موخو د پېژندلو لپاره بنسټيزه اړتيا ده او مونږ به په ټول توان سره د هېوادوالو لپاره د ښوونيزو آسانتياوو رامنځته کولو کې خپلې هڅې جاري وساتو. همدارنګه د افغانستان.ا.ا. د ریاست الوزارء اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور او د پوهنې وزارت معینانو هر یو په جلا جلا توګه د ټولنې په پرمختګ او د هېواد بچیانو د سالمې روزنې په برخه کې د دیني او عصري زده کړو اهمیت ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت د ټولو هېوادوالو لپاره د متوازنو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د هېواد د ښوونیز نظام د ودې او بډاینې په برخه کې یې پر خپلو هڅو ټینګار وکړ. د یادو مراسمو په ترڅ کې د کابل ښار د ښوونځيو او مدارسو د زده کوونکو ټېمونو، د اسلام د ستر معلم او د نړۍ د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) په ستاینه کې چمتو کړي نعتونه او د پوهنې په برخه کې ترانې ګډون والو ته وړاندې کړې. د مراسمو په پای کې ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري «د ښوونځي د زنګ په وهلو» او د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید لخوا د هېواد د ښېرازۍ لپاره د دعائیې په لوستلو سره په رسمي ډول پیل شو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.