په هلنمد کي دپولیو واکسین درې ورځنۍ کمپاین پيل سو

  دهلمند ولایت لښکرګاه ښار اړوند دکارېز ده سیمي په روغتیایې مرکزکي دپولیو واکسین افتتاح وسول. په دې افتتاحیه مراسمو کي دهلمندولایت دعامي روغتیاریاست مسؤلینو دسیمي قومي مشرانو په هلمند کي دپولیو واکسین مسؤلینوګډون کړی وو. په هم دې ولایت کي دمافیت قتلوي امرډاکټر محمد الله ذاهد باخترآژانس ته وویل موږ دهلنمدولایت په ۱۳ ولسوالیو […]

 

دهلمند ولایت لښکرګاه ښار اړوند دکارېز ده سیمي په روغتیایې مرکزکي دپولیو واکسین افتتاح وسول.

په دې افتتاحیه مراسمو کي دهلمندولایت دعامي روغتیاریاست مسؤلینو دسیمي قومي مشرانو په هلمند کي دپولیو واکسین مسؤلینوګډون کړی وو.

په هم دې ولایت کي دمافیت قتلوي امرډاکټر محمد الله ذاهد باخترآژانس ته وویل
موږ دهلنمدولایت په ۱۳ ولسوالیو کي دپولیو درې ورځنۍ کمپاین پیل کړ.

اوزیاته یې کړه چي موږ په هم دې ولایت کي دپولیو کمپاین له پاره ۹۱۵۰۰۰ ټارګیټ لرو.
چي له مخي به یې په ۱۳ ولسوالیو کي تطبقېږي.

ده وویل موږ ده دې کمپاین له پاره ۱۷۷۱ ټیمونه ګمارلي او هرټیم له ځانه سره ۳ رضاکاران لري.

هم داراز ښاغلي ذاهد پرټولو هلمندیانو ږغ وکړ چي خپل ماشومان په دې درې ورځني کمپاین کي دپولیو واکسین څخه برخمن کړي ترڅو له دې خطر ناکه وایروس څخه وژغورل سي.

حاجي نیک محمد چي دکاریز دسمي اوسېدونکی وو
ددې کمپاین په پیلولو سره یې خوښي وښودل.
او وه یې ویل موږ به هغه خلګ وه هڅوو چي دواکسین دناسم پوهاوي په خاطريې خپل ماشومان له دې نعمته بې برخي پرې ايښي دي ترڅو خپل ماشومان واکسین کړي.

نېټه. ۱۴۴۳/۸/۲۵ هـق