په هلمند کې یوتن  انسان تښتونکي ونیول شو 

تېره شپه دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ په ترېخ ناور سېمه کې ویښو مجاهدینو دوه تنه انسان تښتونکي ونیول. شاولي دمحمدهاشم زوی د لښکرګاه ښار اوسېدونکي دی. چي دخپلې خور په همکارۍ د ترېخ ناور سېمه کې یوه ماشومه انجلۍ د خپل کور له مخي اختطاف کړې وه د ترېخ ناور مجاهدینو د ماشومي انجلۍ د […]

تېره شپه دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ په ترېخ ناور سېمه کې ویښو مجاهدینو دوه تنه انسان تښتونکي ونیول.

شاولي دمحمدهاشم زوی د لښکرګاه ښار اوسېدونکي دی.

چي دخپلې خور په همکارۍ د ترېخ ناور سېمه کې یوه ماشومه انجلۍ د خپل کور له مخي اختطاف کړې وه د ترېخ ناور مجاهدینو د ماشومي انجلۍ د ورور په همکارۍ وتوانېدل چې انسان تښتونکي دواړه ونیسي.

نیول سویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا مهال په نادعلي ولسوالۍ کې بندیان دي چې له پوښتنو ګروېږونو وروسته به عدلي او قضايي اورګانونو ته وسپارل سي تښتول سوې انجلې اصلي دنادعلي اوسیدونکې ده .

د یادوني وړ ده چې د نیول سویو کسانو سره په زیاته اندازه نشې توکي هم نېول شوي دي

نېټه؛۱۴۴۳/۵/۲۰ هـ ق