په هلمند کې علمي کمپلکس فارما د درملو شرکت پرانیستل شو

  نن د پنج شنبې په ورځ دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د علمي کمپلکس پارما د درملو د محصولاتو او خرڅلاو  شرکت په داسي حال کې پرانیستل سو چې د عامې روغتیا ریاست مسولینو، روغتیا پالانو، علماو ، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د مختلفو کمپنیو او درملو پلورونکو مسولینو ګډون درلود. د […]

 

نن د پنج شنبې په ورځ دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د علمي کمپلکس پارما د درملو د محصولاتو او خرڅلاو  شرکت په داسي حال کې پرانیستل سو چې د عامې روغتیا ریاست مسولینو، روغتیا پالانو، علماو ، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د مختلفو کمپنیو او درملو پلورونکو مسولینو ګډون درلود.

د غونډي په پیل کې د دې فابریکې موسس ډاکټر میرویس علمي خبري وکړې او تر هر څه وړاندي یې د شل کلن اشغال او د اسلامي امارت راتګ مبارکي وړاندي کړه او زیاته یې کړه چې د دې فابریکې موخه د افغانستان بیوزله ولس ته خدمت وړاندي کول او بې کیفیته درملو مخنیوی دي.
همدا راز ښاغلي علمي زیاته کړه چې یادي فابریکې نژدې پنځه میاشتي وړاندي خپل فعالیت پیل کړ یاده فابریکه د نړیوال معیارونو مطابق جوړه سوې ده او تر ۸۰ زیات کسان پکښې کار کوي او په پنځو برخو کې لکه مایع شربت، پوډري شربت، ټابلیټ،کپسول، او ملهمو  تولیدات ټولني ته وړاندي کوي د ده په خبره چې د سیروم او سورنج  تولیدات به هم نږدي وختونو کې وکړي او هیواد والو ته به یې وړاندي کړي.
ښاغلي علمي د درملو او طبی تجهیزاتو په برخه کی د پانګوني پر اهمیت ټینګار وکړ او د نوموړي شرکت پانګونه یی د هیواد دننه د با کیفیته درملو د تولید لپاره ډیر مهم وباله او زیاته یې کړه چی د عامې روغتیا وزارت د طرحو ملاتړ کوي او د عامې روغتیا وزارت سره به په همږغۍ خپلي چاري مخته وړي.

په ننۍ غونډي کې یو تن ډاکټر  شیرآغا د ټولنې پر اړتیاوو او ستونزو هر اړخیزي خبري وکړې نوموړي د علمي کمپلکس فارما بنسټ د بنسټګرو د دې نوښت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې هیواد داسي بنسټونو ته اشد ضرورت لري، نوموړي د بنسټ له مسئولینو وغوښتل چې افغاني ټولنې ته په صحي، تعلیمي، فکري، او کلتوري او ټولنیزو برخو کې خدمات وړاندي کړي.

نېټه؛۱۴۴۳/۶/۳ هـ ق.