په هلمند کې د فري فایټ سیالۍ د یوې غونډي او ورزشي حرکاتو په ترسره کولو سره پای ته ورسیدې

په هلمند کې د فري فایټ (ازاد رقابت) فدراسیون لخوا د ۱۴۰۰ کال د منتخب ټیم جوړولو په موخه سیالۍ پای ته ورسیدې. تېره ورځ دا سیالۍ په داسي حال کې ترسره سوې چې ګن شمیر ورزشکارانو ګډون درلود. د دې سیالیو په ترسره کولو سره( ۱۴ )ورزشکاران په خپل وزن کې د لومړي مقام […]

په هلمند کې د فري فایټ (ازاد رقابت) فدراسیون لخوا د ۱۴۰۰ کال د منتخب ټیم جوړولو په موخه سیالۍ پای ته ورسیدې.
تېره ورځ دا سیالۍ په داسي حال کې ترسره سوې چې ګن شمیر ورزشکارانو ګډون درلود.
د دې سیالیو په ترسره کولو سره( ۱۴ )ورزشکاران په خپل وزن کې د لومړي مقام ګټلو سره  منتخب ټیم ته غوره سوه چې په راتلونکي کې به د هلمند ولایت په استازولۍ خپل ورزشي حرکات مخته وړي.
د غونډي په پیل کې د فري فایټ مسؤل استاد ( نقیب الله )محمدي خبري وکړې او بریالیو ورزشکارانوته یې د مبارکۍ تر څنګ ورزشکارانو ته د لابریا غوښتنه وکړه.
ښاغلي محمدي د دې سیالیو په ترسره کیدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د داسي سیالیو په ترسره کیدو سره د ورزشکارانو روحیه او تشویق نور هم ډېریږي.
ښاغلي محمدي ورزش د صحت ضامن یاد کړ او د هلمندي ولسونو او ځوانانو یې غوښتنه وکړه چې ورزش ته مخه کړئ څو د هلمند او افغانستان نوم د ورزشي حرکاتو په ترسره کولو سره روښانه کړئ.
د پرګرام په پای کې د فري فایټ مسؤل استاد( نقیب الله) محمدي لخوا بریالیو ورزشکارانو ته د هغوي د تشویق او هڅوني په موخه مډالونه، ستاینلیکونه  ورکول سول.
هیره دي نه وي چې د هلمند فري فایټ سیالۍ د تکواندو د استاد اغاولي محمدي لخوا سپانسر سوي وې.
نېته؛۱۴۴۳/۴/۲۹ هـ ق